ملي امنیت په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړوعملیاتو پرمهال۹وسله وال مخالفین نیولي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د ځانګړوعملیاتو پر مهال نهه وسله وال مخالفین نیولي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نیول شوو وسله والو یوه درې کسیزه ډله د بغلان د ملي امنیت پر ریاست د انتحاري حملو پلان درلود.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې بله شپږ کسیزه ډله یې په کندهار ولایت کې په ګڼو وسله والو فعالیتونو کې لاس درلود.

خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوو وسله والو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

اعلامیه وايي، چې د یادو وسله والو سره یې یوه اندازه سپکې او درنې وسلې او چاودېدونکي مواد هم نیولي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.