صدیقي: د بدخشان په وردوج کې لا هم د ۱۷پولیسو برخلیک معلوم نه دی

د کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو ۱۷ پولیسو برخه لیک تراوسه معلوم نه دی، چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له حملې وروسته لادرکه شوي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقی نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، هڅه کوی په نږدې ورځو کې د وردوج ولسوالۍ په ځینو کلیو کې عملیات وکړي څو د دې پولیسو برخه لیک معلوم شي:

″موږ تردې دمه د اولسو تنو پولیسو افسرانو سره تماس نه لرو دوی یا لادرکه شوي یا د دوي مخابروې تماسونه د ولسوالۍ له مرکز سره قطع شوي دي، موږ هڅه کوو څو د دوي برخلیک معلوم کړو. ″

دا پولیس دوه ورځې وړاندې د وردوج ولسوالۍ په صوفیان سیمه کې لادرکه شوي.

تېرکال هم د بدخشان وردوج ولسوالۍ د مخالفینو په ولکه کې وه او دا د دې ولایت له نا امنو ولسوالیو څخه شمېرل کیږي.