د اوکراين په پارلماني ټاکنوکې اروپا پلوه ډلې بريالۍ شوي

د اوکراين په پارلماني ټاکنوکې اروپا پلوه ډلې بريالۍ شوي دي.

اوکراينيان هيله من دي چې دا انتخابات به په دې هېواد کې د يوه کال کړکېچ او په ختيځ کې د روسي پلوه جلاغوښتونکو پرضد د جګړې وروسته ثبات ټينګ کړي.

د انتخاباتو د نيمي نتايجو له مخې، چې نن اعلان شول، د ولسمشرپترو پوروشنکو ګوند ۲۱.۶ فېصده او د صدراعظم ارسيني ياڅينيوک ګوند ۲۱.۷ فېصده رايې ترلاسه کړي دي.

تراوسه تر ۳۰ فيصده زياتې رايې شمېرل شوي دي او يو بل اروپا پلوه ګوند ۱۰.۸ فيصده رايې تر لاسه کړي دي.

پوروشنکو د خپل هېواد د دولتي تلويزيون له لارې پرون وويل، رايې ورکوونکو د اروپا پرلورد اوکراين کلک ملاتړکړی دی.