ولسمشراشرف غني احمدزی به سبا سې شنبې چین ته سفر وکړي

د یوه بل خبرله مخې ټاکل شوې چې ولسمشراحمدزی سبا سې شنبې چین ته سفر وکړي.

ښاغلی احمدزی به چین ته د درې ورځني رسمي سفرپه ترڅ کې د چین له ولسمشرشي جین پېنګ او نورو چارواکو سره وګوري او همدا راز د استانبول د بهیرغونډې ته به وینا وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند فایق واحدي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان ولسمشر به د امنیت په ګډون د بېلابېلو مسایلو په اړه له چینايي مشرانو سره خبرې وکړي:

″د افغان ولسمشرد خبرو محوربه د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او ټینګښت او له هغې ډلې په امنیتي، اقتصادي، تجارتي، فرهنګي او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو پیاوړي کول وي.″

افغان ولسمشرپه دې سفرکې د افغان سوداګریوه ډله له ځان سره چین ته بیايي او تمه ده چې له چینايي پانګوالو سره هم وګوري او ترې غواړي چې د افغانستان په بیارغونه کې پانګونه وکړي.