حیدرالعبادي د داعش پرضد مبارزه کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د اسلامي دولت ډلې پرضد مبارزه کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې.

عبادي دا څرګندونې له اردنه د کتنې پرمهال وکړې. نوموړي پرون د اردن له پاچا دوهم ملک عبدالله او صدراعظم عبدالله نصورسره جلا کتنې وکړې.

د راپورونوله مخې عبدالله د تروریستي ډلو پرضد د متحدو ایالاتو په مشرۍ له ائتلاف او همدا راز له بغداده خپل ملاتړ اعلان کړ.

د عراق انبار ولایت چې ډېره برخه یې د اسلامي دولت ډلې- داعش تر ولکې لاندې دی، له اردن سره په سرحد کې پروت دی.

اردن یوله څو عربي هېوادونو دی چې په عراق کې د دې افراطي ډلې پرضد په هوايي حملو کې ګډون لري.