بلخ: په لیرې پرتو ولسوالیو کې به د کم عمره نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره شي

د بلخ د ښځوچارو ریاست وايي، هڅه کوي چې په راتلونکو درې میاشتو کې د دې ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د کم عمره نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړي.

د دې ولایت د ښځوچارو ریاست د تربیتي زده کړو د څانګې مشرې شبنم سیما نن په یوه غونډه کې وویل، چې اوس هم د دې ولایت په لیرې پرتو سیموکې ګڼ شمېرنجونې تعلیم ته لاس رسی نه لري.

میرمن سیما زیاته کړه، چې په کم عمرکې د نجونو ودونه، د صحي خداماتو نشتوالی او امنیتي او اقتصادي ستونزو د نجونو د تعلیم په وړاندې خنډونه جوړه کړي دي.