جوزجان:یو شمېر زندانیانو غذايي اعتصاب پیل کړی دی

د جوزجان د مرکزي زندان یوشمېرزندانیانو د دوی د دوسیو د نه څیړلو له امله غذايي اعتصاب پیل کړی دی.

دغه زندانیان چې شمېر یې شلوتنو ته رسیږي ازادۍ راډیو سره خبرو کې وویل، چې د تیرو درې ورځو راپدیخوا یې غذايي اعتصاب پیل کړی او د خپلو دوسیو د ژرڅیړلو غوښتنه کوي.

دا زندانیان وايي، کوم کمیسیون چې د دوی د دوسیو د څیړلولپاره ګمارل شوی دی عدالت یې په نظرکې نه دی نیولی.

په ورته وخت کې د جوزجان د مرکزي زندان امرجنرال رجب شاه د زندانیانو د اعتصاب مساله رده کړه.

د راپورونو له مخې تیره میاشت د دې زندان پنځوس تنه جنايي زندانیان ترڅو ورځنیو غذايي اعتصاب وروسته د دولت له خوا ازاد شول.