د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې؛ په خوست او پکتیکا ولایتونوکې یې د شمالي وزیریستان بې ځایه شوو کورنیو ته ۱۳۴ ګرځنده ښوونځي جوړ کړي دي.
د پوهنې وزارت د نشراتومشرکبیرحقمل نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په یادو ښوونځیو کې دا مهال۵۵۰۰ ماشومان په زده کړې بوخت دي.
ښاغلي حقمل زیاته کړه چې، په خوست ولایت کې د وزیرستاني کورنیو د ماشومانو لپاره ۹۳ نورګرځنده ښوونځي په نظرکې نیول شوي دي چې په نږدې راتلونکې کې به فعال شي.
د حقمل په خبره، د یادوښوونځیو ښوونکي د کډوالو کورنیو له منځه ټاکل شوي چې د پوهنې وزارت د بودیجې له خوا ټاکلی معاش ورکول کیږي.