د عراق دولتي پوځیانو او د کردستان پېشمرګه ځواکونو د اسلامي دولت ډلې له سخت دريځو وسله والو څخه د دغه هیواد په مرکزي او شمالي برخو کې یو شمېر سیمې بېرته ونیولې.
د عراق پوځ او د هغه شیعه ملېشه وسلوالو پرون د بغداد په جنوب کې جرف الصخر ښارګی تر څومیاشتنۍ جګړې وروسته ونیوه.
په سيمه کې پوليس وايي په دې ښارګوټي کې د جګړې له کبله په لسګونو سخت دريځي وسلوال وژل شوي يا هم ټپيان دي.
د عراق په شمال کې کرد جنګیالیو د امریکا د هوايي ځواک په ملاتړ د اسلامي دولت په نامه د ډلې وسله وال د زومر له ښارګوټي او ګڼو نورو کليو وایستل.
په همدې حال کې د عراق امنيتي چارواکي وايي، دولتي ځواکونو نن کرکوک ښار ته نژدې څلور کلي هم په خپله ولکه کې راوستل.
د امريکا دفاع وزارت نن وويل چې په عراق کې يې ٢٣ او په په سوريه کې يې محاصره شوي ښار کوباني ته نژدې يوه هوايي حمله کړې ده.