امریکا د ایراني چارواکو له خوا د یوې ۲۶ کلنې ښځې اعدام غندلی

د امریکا متحدو ایالتونو د ایراني چارواکو له خوا د یوې شپږ ویشت کلنې ښځې اعدام غندلی دی.

ریحانه جباري د ایران د استخباراتو د یو پخواني چارواکي عبدالعلي سربندي د وژنې په تور پرون په دار وځړول شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایراني چارواکو انتقاد کړی چې ولې یې د ایران د بشري حقونو د فعالانو د غوښتنو او په دې اړه د نړېوالو اعتراضونو سربیره ریحانه اعدام کړه.

د ملګروملتونود بشري حقونود څارنې یوې ادارې ویلي، سربندي په ۲۰۰۷ م کال کې وروسته له هغې ووژل شو چې غوښتل یې پر ریحانې جنسي تیری وکړي.

همدې ادارې ویلي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ریحانه جباري محاکمه عادلانه نه وه.