مشهورموسیقار جک بروس چې د ” Cream “ راک موسیقۍ له بنسټ اېښودونکو څخه و د یواویا کلونو په عمر مړ شو.
د بروس کورنۍ د نوموړې مړینه د موسیقۍ نړۍ ته یوه ضایعه بللې او ویلې یې دي چې نوموړی به تل د خلکو په زړونو کې ځای ولري.
بروس په ۱۹۶۶ میلادي کال کې د کریم موسیقي ډله جوړه کړه. نوموړې د دې ډلې ځیني مشهورې سندرې لیکلي.
هغه تیره ورځ په انګلستان کې په خپل کور کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړ شوی .