د هرات ولایت چارواکي وايي، د یو شمېر بندیانو د نه خوړو اعتصاب نن اوومې ورځې ته ورسید.
اعتصاب کوونکو بندیانو ویلي؛ د هرات زندان د دویم بلاک څه باندې زر تنه بندیانو د هغوی دوسیو ته د نه رسیدګۍ له امله په دې کار لاس پورې کړی.
په عین حال کې د هرات د استیناف څارنوالۍ چارواکي د شاوخوا دوه سوه بندیانو د نه خوړو اعتصاب تاییدوي او وايي چې اعتصاب کوونکو د زندان د دویم بلاک دروازه د چارواکو په وړاندې بنده کړې او نور بندیان یې هم په یرغمل نیولي دي.