مایار: تر راتلونکو ۵ کلونو پورې به له ځینو بندونو څخه ۲۳۰۰میګاواټه بریښنا تولید شي

د اوبو او بریښنا وزارت چارواکي وایي؛ تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به له یو شمېر کوچنیو بندونو څخه شاوخوا دوه زره او درې سوه میګاواټه بریښنا تولید کړي.

د دغه وزارت د انرژۍ او پالیسۍ د برخې سلاکار حبیب الرحمن رحمت مایار نن ازادۍ راډيو ته وویل؛ دغه بریښنا به د شبرغان له ګازي منابعو، د کونړ له سینده، د سروبي او سلما له بندونو د ګلبهار له باغ درې، د له کجکي دوهم بنده او د کاسا زر پروژې څخه تولید شي.

ښاغلي مایارزیاته کړه؛ د پنجشنبې په ورځ د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر مدیره هیات او یو شمیر مسوولینو له ولسمشر اشرف غني احمد زي سره په کتنې کې پر دغو موضوع ګانو خبرې وکړې.

ښاغلي مایار وویل، دغه تولید شوې بریښنا به د هیواد په ټولو سیمو وویشل شي.

"د دغه بندونو تخنیکي څیړني پای ته رسیدلې دي؛ چې د دغه بندونو له لارې به د ټول هیواد په کچه تر راتلوونکو پنځو کلونو پورې دوه زره او درې سوه میګاواټه بریښنا تولید شي."

د ښاغلي مایار په خبره، اوس وخت یو زر و دوه سوه او شپږ اتیا میګاواټه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو نه افغانستان ته واردیږي چې؛ په صنعتي پارکونو، روغتونو او د کورونو په روښانه کولو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.