بزګرو ته د ژمنیو او اصلاح شویو تخمونو د ویشلو په هدف دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

د کرنې وزارت چارواکي وایي؛ بزګرو ته د ژمنیو او اصلاح شویو تخمونو د ویشلو په هدف د ټولو ولایتونو د کرنې مسوولانو په ګډون دوه ورځنی ورکشاپ پیل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد آزادۍ راډیوته وویل؛ په دغه ورکشاپ کې به پر هغو لارو چارو خبرې وشي؛ چې بزګرو ته په آسانۍ سره اصلاح شوې تخمونه وویشل شي.

اوسمهال د کرنیزو کوپراتیفونو له لارې بزګرو ته کیمیاوي سرې او اصلاح شوې تخمونه ویشل کیږي.

ښاغلی راشد وايي، تمه ده د هیواد په کچه لس زره ټنه اصلاح شوي تخمونه بزګروته وویشل شي؛ تر څو راتلونکی کال د غنمو حاصلات د کیفیت او کمیت له پلوه ښه او د خلکو اړتیاوې پوره کړي.