ایران: ۲۶ کلنه ریحانه جباري اعدام شوه

ايراني چارواکو هغه ۲۶ کلنه ښځه، چې د دوی په وينا؛ د امنيتي چارواکو په وژنه کې يې لاس درلود؛ اعدام کړې ده.

د ايران د دولتي خبري اژانس IRNA د ايران د څارنوال د دفتر له خولې وايي؛ ريحانه جباري نن په دار شوه.

د ټولنيزې رسنۍ فېس بوک يوې پاڼې، چې نوم يې "ريحانه جباري له اعدامه وژغوری" دی؛ د دې د اعدام خبره تايېد کړه.

د بخښنې نړيوال سازمان پرون په يوه اعلاميه کې ويلي؛ ټاکل شوې وه جباري چې د کور اوډل يې مسلک و؛ په ۲۰۰۷م کال کې د مرتضا عبدالعلي سربندي د وژلو په قضيه کې اعدام شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ادارې ويلي وو چې دا وژنه د ځان ژغورنې په حالت کې رامنځته شوه؛ ځکه چې سربندي غوښتل پر ريحانه جباري جنسي تېری وکړي.

ملګري ملتونه وايي، په ايران کې په روان ميلادي کال کې ۲۵۰ کسه اعدام شوي دي.