د اسرايل پوځيانو پرون د نښتو پر مهال يو فلسطيني الاصله امريکايی ځوان وژلی دی.
د راپورونو له مخې، ۱۴ کلن عرواه حماد د فلسطين په شمال رام الله؛ کې پر سر ويشتل شوی دی.
د اسرايل د پوځ يوه وياند رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د دې هيواد ځواکونو يو فلسطينی په داسې حال کې وژلی چې د دوی خوا ته يې لاسي بم ورغورځواه.
د اسرايل پوځ ويلي، د دې پيښې پلټنې به وکړي.
په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وياندې جېن ساکي د چټکو او شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده.
دې زياته کړه چې امريکايي چارواکي به د ځايي چارواکو سره په دې پلټنو کې نيږدې پاته شي.