ولسمشر اشرف غني احمدزی د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملګرتیا سعودي عربستان ته روان شو.
جمهوري ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر احمدزی به په دې سفر کې د سعودي له لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په مسالو خبرې وکړي او د عمرې حج به هم ادا کړي.
د خبرپاڼې له مخې که څه هم د دې دوه اړخیزو مسایلو او کیدونکو خبرو په اړه ډېر جزییات نشته خو له سعودي عربستان نه د سولې په برخه کې ډېره تمه کیږي.
د لوړې له مراسمو وروسته دا د اشرف غني احمدزي لومړنی بهرنی سفر دی.