د چين په شين جيانګ کې د کان د نړېدو له کبله ١٦ کارګران وژل شوي

د چين په شين جيانګ ليرې پرته سيمه کې د کان د نړېدو له کبله ١٦ کارګران وژل شوي دي.

چارواکو سينهوا خبري اژانس ته ويلي؛ د ډبرو سکرو کان د نړېدو په پېښه کې يوولس نور کارګران ټپيان شوي او شپږ تنه نور ژغورل شوي دي.

په خبرونو کې ويل شوي چې دغه پېښه پرون هغه وخت وشوه چې ٣٣ واړه کارګران په کان په کار بوخت وو.

چينايي چارواکي وايي؛ د پېښې په اړه څېړنې کوي.