"د افغانستان اکسپرس ورځپاڼې د لیکوال لپاره د مرګ سزا غوښتنه وشوه"

Your browser doesn’t support HTML5

سلګونو کابل ښاریانو د افغانستان اکسپرس ورځپاڼې هغه مطلب په کلکو ټکو وغانده، چې د دوی په وینا دیني مقدساتو ته په کې سپکاوی شوی دی. اعتراض کوونکو د افغانستان له عدلیي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د دې مطلب لیکوال تر عدليي تعقیب لاندې ونیسي او اشد مجازات یعنې د مرګ سزا باید ورکړل شي.