د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو وروستۍ نتیجې به نن او یا سبا اعلان شي.
د ولایتي شوراګانو لپاره څه باندې دوه زره اووسوه تنو ځانونه کاندید کړي وو؛ چې ۴۵۸ تنه به یې د ۳۴ ولایتونو شوراګانو ته وټاکل شي.
فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د وروستیو نتیجو داعلان هرکلی کوي او وايي، کاندیدان او خلک له انتظاره ستړي شوي دي.