د کونړ د عالمانو شورا وايي د افغان ځواکونو خلاف جګړه جواز نه لري

د کونړولایت قومي مشران او دیني عالمان وايي؛ له ولایت څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خوښ دي او نور په دې ولایت کې د جګړې کولو هر ډول دعوي بې ځایه دي؛ وسله وال مخالفان باید په افغان ځواکونو له بریدونو ډډه وکړي.

د کونړ ولایت د علماو شورا رییس مولوي عبدالرحمن په یوې غونډه کې وویل؛ له کونړ څخه بهرني سرتیري وتلي؛ ټولې نظامي او ملکي چارې افغانانو ته سپارل شوي؛ په افغان ځواکونو کې د قرانکریم حافظان او دیني عالمان موجود دي او په نظامي پوستو او اډو کې پنځه وخته لمونځونه په جمع ادا کیږي. په دې توګه د افغانانو پر ضد ډز او جګړه کول هیڅ جواز نه لري.

د کونړ ولایت قومي مشر حاجي عبدالقیوم وویل؛ په کونړ کې هیڅ بهرنی سرتیری نشته؛ نو دې سره د جګړې کولو بهاني هم له منځه تللي او دا د هر افغان دنده ده چې د خپل وطن د ابادۍ او سولې لپاره کار وکړي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جنګ د ستونزو د هواري لاره نه ده او د جګړو پرځای باید د سولې لاره غوره کړي.