شرمان: واشنګټن به تهران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې تر لاسه کړي

د ایران د اټومي پروګرام په خبرو کې د امریکا جګ پوړې استازې وایي؛ واشنګټن به تهران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې تر لاسه کړي.

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وینډې شرمان په واشنګټن کې د سټراتیژیکو او نړیوالو څیړنو په مرکز کې د خبرو پرمهال خبرداری ورکړ چې؛ په اټومي وسلو سمبال ایران به په سیمه کې د وسلو سیالۍ رامنځ ته کړې او نور خطر او بې ثباتۍ به ایجاد کړي.

شرمان وویل، د امریکا متحده ایالات غوره ګڼي چې خپل هدفونه له ډیپلوماټیکو لارو تر لاسه کړي؛ خو ایران به اټومي وسلې تر لاسه نه کړي.

شرمان دغه راز ومنله چې له ایران سره د شپږو طاقتونو خبرې یو څه متضادې دي؛ خو د کوم هیواد نوم یي یاد نه کړ. دې زیاته کړه چې امریکا د خبرو د بري هیله لري؛ مګر ځیني نور یې د ناکامۍ په لټه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې د ایران او شپږو طاقتونو ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه د یوې معاملې مخکې چې د نومبر ۲۴ نیټه ورته ټاکل شوې؛ خبرې وکړې.