چین او شلو نورو آسیایي هیوادونو یو نوی نړیوال آسیایي بانک جوړ کړ

چین او شاوخوا شلو نورو آسیایي هیوادونو په رسمي ډول یو نوی نړیوال آسیایي بانک جوړ کړ.

چارواکو نن په پیکنګ کې د تفاهم هغه سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې د آسیا د زیربنایي پانګونو بانک جوړ شي.

پیکنګ هیله من دی چې دا بانک به د امریکا د ملاتړې World Bank نړیوال بانک ځای ونیسي.

په دې نوي آسیایي بانک کې د سیمې ځیني غښتلې هیوادونه لکه هند او قطر او دغه راز ازبکستان او پاکستان هم غړیتوب لري.

دې هیوادونو په بانک کې د امریکا د متحدانو؛ جنوبي کوریا او آسټرالیا شاملېدو ته هم لاره خلاصه پریښي ده.

چین تېرکال د دې بانک د جوړېدو وړاندیز کړی و او وایي، پیکنګ به په دې بانک کې پنځوس میلیارده ډالره د ابتدایي پانګې لپاره واچوي.

دا بانک به د سړکونو، د اورګاډي پټلیو، د برښنا د بندونو او مخابراتي شبکو د جوړولو لپاره مرستې کوي او د هیوادونو د اقتصادي ودې د پراختیا په برخو کې به هم آسانیتاوې برابروي.