مالي د لویدیځي افریقا شپږم هیواد شو چې د ایبولا وژونکي وایرس ورته سرایت کړی دی.
چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل؛ یوه دوه کلنه نجلۍ د دغې ناروغۍ په وایرس اخته شوې ده.
دا نجلۍ په دې وروستیو کې له ګاونډي هیواد ګیني څخه راستنه شوې وه؛ په کوم ځای کې چې ایبولا په زرګونو کسان وژلي دي.
په عین حال کې د بې سرحده ډاکټرانو د ټولنې یو غړی چې؛ په لویدیځه افریقا کې د ایبولا ناروغۍ د ناروغانو له درملنې وروسته په دې وروستیو کې نیویارک ته ستون شوی؛ په خپله په دې وایرس اخته شوی دی.
تراوسه په متحده ایالاتو کې درې تنه په ایبولا ناروغۍ اخته شوي چې یو یې د تګزاس ایالات په دالاس ښار کې مړ شوی دی.