د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف په يو ورځني رسمي سفر ترکمنستان ته ورسېد.
په پرونيو خبرونو کې يوازې دا راغلي چې کريموف به له خپل ترکمن سيال "قربان ګلي بردي محمدوف" سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا؛ سيمه ييزو او نړيوالو ستونزو خبرې وکړي.
امنيتي مسايل هم د دوى د خبرو په اجنډا کې شامل دي.
د افغانستان په شمال کې د ناامنيو زياتېدو دواړه هېوادونه اندېښمن کړي دي.