اردووان: د امريکا دا کار ناسم دی چې دفاع کوونکو کرد جنګياليو ته وسلې غورځوي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردووان وايي، د امريکا دا کار ناسم دی چې له هوا څخه د کوباني ښار دفاع کوونکو کرد جنګياليو ته وسلې غورځوي.

اردووان پرون په انقره کې وويل، دا اقدام تېروتنه ده ځکه چې ځينې وسلې د اسلامي دولت د وسله والو سخت دريځو لاس ته ورغلي دي.

پينتاګون وويل چې د يکشنبې په ورځ د امريکايي الوتکو له لوري اکثره غورځول شوې وسلې د کرد جنګياليو لاس ته ورغلي دي.

په يوه ويديو کې، چې په انترنټ کې خپره شوې، ښودل کېږي چې د اسلامي دولت وسله وال سخت دريځي د امريکا د هوايي ځواک له لوري يوه اندازه اچول شوې مرستې نيسي.

اردووان وويل، ده وړانديز کړي چې د عراق پېښمګره کرد جنګيالي دې د ترکيې له لارې د سوريې کوباني ته لاړ شي او د اسلامي دولت د سخت دريځو پر ضد په جګړه کې دې د دغه ښار د دفاع کوونکو ملاتړ وکړي.