د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزي او د امريکا ولسمشربارک اوباما تېرماښام د ويډيوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د ارګ له يوې خبرپاڼې سره سم له ولسمشر اوباما سره د اشرف غني احمدزي د ويديو کنفرانس په مهال د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم حاضر و.
د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي يووالي د حکومت له جوړېدو وروسته ولسمشر اوباما له ښاغليو احمدزي او عبدالله سره ټېلفوني خبرې کړې وې خو دا لومړي ځل دي چې له ولسمشر احمدزي سره د ويديو له لارې ږغېږي.