ارګ: چین ته د ولسمشر په سفر کې پراقتصادي اړیکو ډیرتمرکز وشي

جمهوري ریاست وایې، ټاکل شوې چې چین ته د ولسمشراشرف غني احمدزي د راتلونکې اونۍ په سفرکې د نورو مسایلو ترڅنګ پراقتصادي اړیکو ډیر تمرکز وشي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال فایق واحدي نن ازادۍ راډيوته وویل تمه ده چې دا سفرد افغانستان لپاره په اقتصادي برخو کې ښې لاس ته راوړنې ولري:

″د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو لکه امنیت، اقتصاد او سوداګرۍ کې د اړیکو پراختیا ده.″

ښاغلي واحدي وویل، ولسمشربه چین ته په خپل سفرکې له چینایې سوداګرو سره هم وګوري او هغوی به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.