[WHO]: راتلونکې میاشت به د ایبولا د مخنیوي لپاره څو واکسیونونه وازمویل شي

د روغتیا نړېوال سازمان [WHO] پرون [سه شنبه] وویل چې راتلونکې میاشت به د ایبولا د وژونکي ویروس د مخنیوي لپاره څو واکسیونونه وازمویل شي.

د دې سازمان یوې لوړ رتبه چارواکې، ماري پاول کیني وویل چې د جنورۍ له میاشتې به دوه واکسیونونه د لویدیزې افریقې په هغو هیوادونو کې ازمویل کیږي چې ایبولا ویروس خپور شوی او درې واکسیونونه به په هغو سیمو کې وازمویل شي چې ایبولا ویروس لا نه دی خپور شوی.

د روغتیا نړېوال سازمان هیله څرګنده کړې چې هغه واکسیونونه به هم وازمويي چې په روسیه کې يې د جوړیدو پرمختګ شوی دی.

دا سازمان غواړي په راتلونکو دریو اونیو کې، هغه سیرم چې په لایبیریا کې په ایبولا د اخته کسانو له وینې جوړ شوی، د ازموینې لپاره په ایبولا اخته ناروغانو ته ورکړي څو وکتل شي چې په رغیدو کې څومره مرسته ورسره کولای شي.

په ګیني، لایبیریا او سرالیون کې د ایبولا په نوم د وژونکي ویروس د خپریدو له امله څلورنیم زره کسان تراوسه مړه شوي دي.