د افغانستان دفاع وزارت وايي، هڅه کوي چې د ملي اردو پر منسوبینو باندې د ترورسیتي حملو د مخینوي لپاره د کشفي او استخباراتي ادارو له لارې لازم اقدامات ترسره کړي.
د دې وزارت ویاند ظاهرعظیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی په دې برخه کې خپل طرحې تربیا څېړنې لاندې نیولي دي:
″هره پیښه چې کیږي یوه تجریبه ده، که څه هم دغه شان پیښې ګرانې تمامیږي او د خپلو دوستانو ژوند دلاسه ورکوو، خو دا خپله پر راتلونکو تدابیرو باندې تاثیر اچوي.″
دفاع وزارت دغه څرګندونې وروسته ترهغه کوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملي اردو پرسرتیرو د ماین او انتحاري حملو چاودنې شوي دي.
د کابل ښارپه نننۍ پېښه کې د ملي اردو څلور سرتیري ووژل شول او شپږ نوریې ټپيان شول.
په دغه پېښه کې شپږ ملکي وګړی هم ټپیان شوي دي.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخستې ده.