عظیمي: د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د کابل په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وایي، چې چاودنه نن سهار د ۷ بجو په شااوخوا کې د چهلستون اړوند د اقای علي شمس په سیمه کې د ملي اردو د عملې په کاسټر ډوله موټرشوې ده.