د بغلان د بالا دوري سیمې لسګونه کسانو نن د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته وغوښتل، چې د دوی د سیمې اوه تنه نیول شوي کسان خوشې کړي.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې دې مظاهرې کوونکو د یو ساعت لپاره د پلخمري ـ کندز لویه لارهم د ترافیکو پرمخ بنده کړې وه.
د بغلان د والي مرستیال عبدالقدیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې مظاهره پای ته رسیدلې او اوس د حکومت او مظاهرکوونکو د مشرانو له خوا خبرې روانې دي.
مظاهره کوونکي د هغو کسانو د راخوشې کیدو غوښتنه کوي، چې دوه ورځې وړاندې د حکومت له خوا د غلا په تور نیول شوي دي.