انټرپول د کابل بانک په قضیه کې د تورونو کسانو د نیولو هڅې پیل کړي

انټرپول یا نړېوال پولیسو د کابل بانک په قضیه کې د تورونو کسانو د نیولو هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان د انترپول د څانګې د پولیسو مشرجنرال سید افندي ازادۍ رادیو ته وویل چې دوي په ۱۹۰ هېوادونو کې د دغو کسانو د نیولو امرصادرکړی دی.

د کابل بانک په قضیه کې ټول ۲۱ کسان تورن دی، خو تراوسه پورې له ډلې څخه یوازې ۷ کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې ۱۴ تورن کسان له افغانستانه بهر وتلي دي.

ولسمشراشرف غني احمدزي د خپل کارپه لومړیو ورځو کې د کابل بانک د دوسيي د بیا پرانستلو امر وکړ.