نجیب دانش: د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې لس تنه ټپيان شوي دي

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې لس تنه ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند اقا علي شمس په سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرسیتال نجیب دانش ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ټپيانوکې د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ دی:

″د چاودنې هدف د دفاع وزارت د مامورینو موټر و، د هغه معلوماتو له مخې چې موږ ترلاسه کړي دي لس تنه ټپیان شوي دي چې، د دوو تنو حالت یې د اندیښنې وړ دی.″

ویل کیږي چې د پیښې ټول ټپیان د ملي اردو منسوبین دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې، چاودنه د ریمونټ کنټرول ماین په واسطه شوې ده.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخستې.