ترکیه د عراق کردي جنګیالیو ته اسانتیاوې برابروي

د ترکیې حکومت د عراق کردي جنګیالیو ته اسانتیاوې برابروي چې په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والوله خوا د محاصره شوي ښار، کوباني په دفاع کې ورسره مرسته وشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیرمولود چاوس اوغلو د دوشنبې په ورځ په انقره کې د حکومت د پالیسۍ بدلون اعلان کړ.

چاوس اوغلو خبریالانو ته وویل، د مسالې په اړه خبرې روانې دي. ده په دې اړه زیاتې څرګندونې ونه کړې.

د عراق د کردستان د خودمختاری سیمې د ملیشه ځواکونو (پشمرګه) وزارت عمومي منشي جنرال جبار یاور ازادۍ راډیو ته وویل، دوي چمتو دي چې د ترکیې له لارې محاصره شوی ښار، کوباني ته جنګیالي او درندې وسلې واستوي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د دوشنبې په ورځ وویل، د اسلامي دولت د وسله والو پرضد جګړوکې به هیڅ بهرنی عسکرله عراقي ځواکونو سره د جګړې په ډګرکې مرسته ونه کړي.

په عین حال کې د امریکا د پوځ مرکزي قومانده وایي، امریکایي ځواکونو د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، کوباني ښارته نږدې د اسلامي دولت د وسله والو پر هدفونو بمباری وکړې.