سیګار: د زیربناود کمزورتیا له امله د افغانستان اقتصادي وده ورو کړې

د افغانستان د بیارغاونې د لګښتونو د پلټنې امریکایي اداره وایي، په افغانستان کې د زیربناود کمزورتیا له امله د دې هېواد اقتصادي وده ورو کړې ده.

سیګارپه یوه تازه راپورکې ویلي، متحده ایالات په کال کې پنځه میلونه ډالرد افغانستان د سړکونو په ساتنې او مراقبت لګوي، خو بیا هم د دې هېواد د سړکونو په سلوکې اتیا د موټرو او وسایطو د تګ راتګ لپاره مناسب نه دي.