سیګارپه افغانستان کې په غیرقانونې ډول د کانونو د استخراج په اړه اندیښمن دی

د افغانستان د بیارغاونې د لګښتونو لپاره د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) په افغانستان کې په غیرقانونې ډول د کانونو د استخراج په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د سیګارپه وینا، په افغانستان کې د کانونو د استخراج لپاره د قانوني مقرراتو د نه موجودیت له امله هم کانونه په غیرقانونې ډول را ایستل کیږي.

د سیګارپه باور، د افغانستان طبیعي زیرمې اکثر وختونه په تور بازارکې پلورل کیږي.

دا اداره دغه راز وایي، طالبان په هلمند ولایت کې د مرمرو د یو شمېرکانونو د استخراج له لارې په کال کې څو میلونه ډالر تر لاسه کوي.

د افغانستان د بیارغاونې د لګښتونو پلټونکې ادارې (سیګار) دا راپور په داسې حال کې خپورکړی چې په یو شمېرراپورونوکې ویل شوي، د افغانستان په شمال کې د زیات شمېرکانونو ستره برخه د سیمه ییزو زورواکانو له خوا په غیرقانونې ډول ایستل کیږي.