د افغانستان ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې ولسمشراشرف غني احمدزي ورسره ژمنه کړې چې د ملي شوار ټولې فیصلې او مصوبې به ډیرژرعملي کړي.
د ولسي جرګې منشي انجنیرسیداکرام نن خبریالانو ته وویل چې ولسمشراحمدزي دغه مساله تیره ورځ د ولسي جرګې د اداري پلاوي سره په کتنه کې یاده کړه:
″ولسمشر ژمنه کړې، د کومو مصوبو په اړه چې مخکې شوار تصمیم نیولي دی، ډیر ژربه دغه مصوبې عملي کړي.″
ښاغلي اکرام زیاته کړه، چې ولسمشراحمدزي په دغه لیدنه کې د درې واړو قوو ترمنځ په همږغۍ او همکاري ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي د ادارې او ملي شورا ترمنځ اړیکې ښه نه وي چې له همدې وجي د ملي شوار یو شمېر فیصلې د ښاغلي کرزي له خوا نه دی توشیح شوي.