بغلان: په پلخمري کې د وسله والو غلو یوه اووه کسیزه ډله نیول شوې ده

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په مرکزپلخمري ښارکې د وسله والو غلو یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت نن ازادۍ راډیو ته وویل، د نیول شوو غلو یو تن د پولیسو سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

ښاغلي بشارت زیاته کړه، نیول شوو غلو د کلونو راپدیخوا د پلخمري ـ مزارشریف او پلخمري کندز پرلویو لارو باندې وسله والې غلاوې کولې.

د یوه بل خبرله مخې، د کندهارد امنیې قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چې د دې ولایت د ښوراوک ولسوالۍ په مربوتاطوکې یوه اندازه سپکې او درندې وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل چې، دغه وسلې وسله والو مخالفینو د پولیسو پر پوستو د بریدونو لپاره ځای پرځای کړي وي.