کندز: د زورواکانو له خوا د تاریخي ابداتو ځمکې غصب شوي دي

د کندز د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د زورواکانو له خوا د تاریخي ابداتو ځمکې غصب شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریس شیرعلي قاسمي ازادۍ راډیو ته وویل، په کندز کې د چهل دخترانو او بالاحصار د تاریخي ابداتو په ځمکو کې د غاصبینو له خوا کورونه جوړ شوي دي.

ښاغلی قاسمي وویل، څو ځله یې د امنیتي مسوولینو څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده ، خو ورته پاملرنه نه ده شوې.

بل خوا د کندز ولایت امنیتي مسوولین وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپله په دې برخه کې جدي اقدام نه دی کړی چې موږ ورسره مرسته وکړو.

اوس مهال په کندز ولایت کې نولس تاریخي ابدې موجودي دي چې د مسولینو په وینا جدې ساتنې ته اړتیا لري.