د پاکستان د صدراعظم سلاکارسرتاج عزيز به سبا کابل ته راشي

ټاکل شوې چې په بهرنیو او د ملي امنیت په چاروکې د پاکستان د صدراعظم سلاکارسرتاج عزيزسبا کابل ته راشي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرتاج عزیزبه د افغان ولسمشراشرف غني احمدزي ترڅنګ د ملي وحدت حکومت له اجرایې مشرسره هم وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايې چې سرتاج عزیز به د دواړوهېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره هڅه وکړي او په دې خبرو اتروکې به د پاکستان د صدراعظم نوازشریف پیغام هم افغان لوري ته وسپاري.

سرتاج عزیزبه افغان ولسمشراشرف غني احمدزي ته د اسلام اباد د سفربلنه هم ورکړي.