د افغان حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله یوځل بیا په انتخاباتي نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو ژمنه وکړه.
ښاغلي عبدالله نن د بلخ ولایت له یو شمیرقومي مشرانو او سوداګرو سره په خبروکې د ملي وحدت حکومت جوړول د افغانستان په تاریخ کې یو استثنايې اقدام یاد کړ او ويې ویل چې په خپلو کړو ژمنو به عمل وکړي.
نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د افغانستان په بېلابېلو برخوکې بنسټیز بدلونونه راشي.
ښاغلي عبدالله راتلونکي پنځه کلونه د حکومت لپاره له کړاوونو او زحمتونو ډک وبلل.