د ترکیې ولسمشر نن په یوه رسمي سفر کابل ته راځي

ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشرافغانستان ته رسمي سفر وکړي.

رجب طیب اردوان افغانستان به د خپل دې مهم سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سره وګوري او تمه ده چې د کابل او انقرې ترمنځ ستراتیژیک امنیتي تړون لاسلیک شي.

د څارونکو په نظرد افغانستان نوی حکومت په خپلو نړېوالو اړیکو کې یوه نوي پړاو ته ننوځي.

تمه ده چې؛ افغانستان ته د ترکیې د ولسمشررجب طیب اردوان د سفرپه ترڅ کې به د کابل او انقرې ترمنځ د ستراتیژیکو امنیتي همکاریو تړون لاسلیک شي.

د ترکیې غږ راډیو ټي ار ټي TRT په ترکیه کې د افغانستان د سفیرامان الله جیحون له قوله راپور ورکوي چې اردوان به نن له خپل افغان سیال اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړېوالو محاربوي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د ترکیې د پوځي مرستو د دوام په اړه خبرې وکړي.

د افغان حکومت چارواکو له ازادۍ راډیوسره په خبروکې کابل ته د ترکیې د ولسمشرسفر تایید کړی.

د ترکیې غږ راډیو د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې ټاکل شوې چې ښاغلی اردوان به د ولسمشر له لومړي مرستیال، اجراییه مشر او نورو چارواکو سره هم وګوري او په بېلابېلو برخو کې د کابل او انقرې د اړیکو پر پراختیا به خبرې ورسره وکړي.

د انقرې چارواکو مخکې ویلي و، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به یوشمېر ترکي پوځيان په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو د روزنې په ماموریت کې به برخه واخلي. ترکیه په افغانستان کې څه کم څلور سوه سرتېري لري.

اردوان د ترکیې لومړنی ولسمشر دی چې په تېرو شپږپنځوس کلونو کې افغانستان ته سفر کوي.

ترکیه د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې تل مهم هېواد پاتې شوی دی. د دې هېواد ونډه د افغانستان د سولې په هڅو کې هم خورا مهمه ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی په دې نظر دی چې کابل ته د اردوان سفر له نړۍ سره د کابل د نوې ډيپلوماسۍ پيلامه ده او په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره هم اهمیت لري:

"د ترکیې د ولسمشر راتګ زه په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ترټولو مهم ګڼم.

ترکیه د افغانستان د سولې په راتګ کې ډېره مهمه ثابتېدای شي ځکه د ترکیې اړیکي له پاکستان سره هم ډېرې ښې دي او په څنګ کې یې له عربي هېوادونو سره د افغانستان نوی حکومت غواړي ښه اړیکي وساتي.

سعودي عرب او خلیج هېوادونه تاثیر پرې لري. همدا ډول دوه ورځې مخکې چې د هند صدراعظم له ولسمشراو اجراییه رییس سره ټلفوني خبرې وکړې او هند خپل ملاتړ اعلان کړ، له دې ټولو داسې ښکاري چې افغانستان د تاریخ یوه نوي مثبت پړاو ته داخلېږي انشاالله.″

افغانستان او ترکیې د خپلواکۍ لپاره مبارزه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې تقریبا په یو وخت کې پیل کړه.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ په ۱۹۱۹ کال کې او ترکانو نژدې څلور کاله وروسته خپله خپلواکي واخیسته.

وروسته له دې چې مصطفی کمال اتاترک د ترکیې خپلواکي اعلان کړه افغانستان د نړۍ لومړنی هېواد و، چې د انقرې حکومت یې په رسمیت وپېژند، په انقره کې یې سفارت پرانیست او خپل سفیر یې ورواستاو. غازي امان الله خان او اتاترک شخصي دوستي هم پاللـه.