بیک: نوی حکومت دې په اداري فساد ککړ کسان هم محاکمه کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د ټولنیزعدالت د ټینګښت په نوم یوه بنسټ له افغان حکومته د هغو کسانو محاکمه کیدل وغوښتل، چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې فساد یا خیانت کړی دی. د دې بنسټ مسولینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت باید د فساد په ضد د جدي مبارزې ترڅنګ د مفسدینو محاکمه هم په خپلو فعالیتونو کې ځای کړي.