چارواکي: د بغلان ځنګلونه د له منځه تللو له خطر سره مخ دي

د بغلان سیمه ییز چارواکې وایې، په دغه ولایت کې ځنګلونه د له منځه تللوله خطرسره مخامخ دي .

د دغه ولایت د چاپریال ساتنې مشرنورالله امیني ازادۍ راډیو ته وویل، د دې ولایت په دهنه غوري خنجان او جلګې ولسوالیوکې د موجودو ځنګلونو ونې د سیمي د خلکو له خوا قطع کیږي او په بازارکې پلورول کیږي .

د ښاغلي امیني په خبره تردې مخکې په بغلان ولایت کې څه باندې نهه څلویښت هکتاره ځمکه کې ځنګونه موجود وه خو او سمهال اته دیرش هکتاره ځمکه کې ځنګلونه پاتې دي .

ښاغلی امیني وایې ، که چیري ددغه کار مخه ونه نیول شي د ځنګلونو ډیری برخه به له منځه ولاړ شي .

بل خوا د بغلان ولایت د امنیې قواندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وایې، په یادو سیمو کې ځنګلونه د دولت او محلي شوراګانو لخوا ساتل کیږي .