د بغلان سیمه ییز چارواکي وایي، د ملي یووالي د حکومت په راتلو سره په دغه ولایت کې پانګونه زیاته شوې ده.
د دغه ولایت د سوداګرو د ادارې مشرجنرال ذبیح الله ازادۍ راډیو ته وویل، د نوي حکومت په راتلو سره په دغه ولایت کې یو شمېر سوداګرو پانګه ونه پیل کړې ده.
ده زیاته کړه چې؛ د تولیدي فابریکو او د کور جوړونې د پروژې د کارپیل به د دغه ولایت اقتصاد نور هم پیاوړی کړي.