د څارنې په برخه کې د لویې څارنوالۍ مرستیالي لغوه شوه.
د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزی نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې اړه تیره شپه د کابینې په غونډه کې پریکړه وشوه.
رحمت الله نظري چې د لویې څارنوالۍ د نظارت د برخې مرستیال و هم له ازادی راډیو سره په خبرو کې دا مساله تایید کړه.
له دې وړاندې ولسمشراشرف غني احمدزي ویلي وه چې، په عدلي او قضایې سیسټم کې اصلاحات راوستل یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.