ولسمشراشرف غني احمدزی وايي، په راتلونکي پنځو کلونوکې به په افغانستان کې د پوهنې د کچې اوچتولو ته جدي پاملرنه وشي.
ښاغلي احمدزي پرون په ارګ کې له لسګونو ښوونکو سره په کتنه کې وویل، د ښوونکو د ستونزو د څېړنې لپاره به يوکميسيون جوړشي چې پايلې به يې د ښوونکي د ورځې په مناسبت په غونډه کې اعلان شي.
په کتنه کې ښوونکو ولسمشرته د معاشونو د کموالي، د کورونو د نشتوالي او ځينو نورو ستونزو يادونه وکړه.