په هلمند کې د مدني ټولنو استازي وايي، که ولسمشراشرف غني احمدزی هغه بدلونونه چې ژمنې يې کړې راولي، د ده د حکومت اعتباربه په خلکوکې لازيات شي.
د هلمند د مدني ټولنو له خوا په يوه بیان کې راغلي چې د لوړې په مراسمو کې د اصلاحاتو لپاره د ولسمشرغني خبروخلکو ته نوي هيلې ورکړي نو اوس بايد هغه ژمنې عملي کړي چې د کمپاين او د لوړې د مراسمو پرمهال يې کړي وې.
ولسمشراحمدزي د لوړې د مراسموپه وینا کې ويلي و، چې د امنيت ټینګول، د اداري فساد له منځه وړل او په عدلي او قضايي سيستم کې اصلاحات به د ده په کاري لومړيتوبونو کې وي.