د امريکا پوځ وايي چې؛ د امریکا په مشرۍ نړېوال ائتلاف پرون د سوريې په شمالي ښارکوباني کې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو پرضد ۲۱ هوايي بريدونه کړي دي.
د امريکا د پوځ مرکزي قرارګاه وايي، د دې حملو له کبله د کوباني د مدافعانو پرضد د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پرمختګ ورو شوی خو خبرداری ورکوي چې حالت اوس هم ډېرجدي دی.
له ترکېې سره په سرحد کې د پروت کوباني ښار له دریو يوه برخه د اسلامي دولت ډلې په ولکه کې ده.
په همدې حال کې د عراق د کردستان سيمه ییز حکومت وايي چې؛ په کوباني کې يې له کرد ځواکونو سره پوځي مرستې کړې دي.
خو د کوباني د دفاعي شورا مشرعصمت الشېخ وايي چې؛ د کوباني دفاع کوونکو هيڅ راز وسلې نه دي ترلاسه کړي.
په سوريه کې د کردي پوځ يوه مقام وويل چې؛ مرستې د سوریې په شمال ختيځ کې بندې پاته دي ځکه ترکيه کوباني ته د تېرېدو لاره نه پرانيزي.